ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیګار وايي، ا.ا د نادولتي موسسو په چارو کې لاسوهنه کوي؛ چارواکي: دا ادعا په کلکه ردوو

سیګار وايي، ا.ا د نادولتي موسسو په چارو کې لاسوهنه کوي؛ چارواکي: دا ادعا په کلکه ردوو

author avatar
9 Aug 2023 - 14:30
سیګار وايي، ا.ا د نادولتي موسسو په چارو کې لاسوهنه کوي؛ چارواکي: دا ادعا په کلکه ردوو
author avatar
9 Aug 2023 - 14:30

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): سیګار ادعا کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت د نادولتي موسسو په چارو کې لاسوهنه کوي او افغانستان بانک د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ له تمویل سره د مبارزې په برخو کې نیمګړتیاوې لري، خو چارواکي دغه څرګندونې بې‌بنسټه بولي.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) ادعا کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت د نادولتي موسسو په چارو کې لاسوهنه زیاته کړې او یوازې په اپرېل میاشت کې یې د لاسوهنو ۱۱۰ موارد ثبت شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې دغه چاره په ۲۰۲۳ کال کې د بشري مرستو کمېدو لامل شوې او اړو کسانو ته د مرستو رسولو برخه کې خنډ ګرځېدلې ده.

سرچینه زیاتوي، دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال لومړۍ څلور میاشتې (له جنورۍ تر مې)، د تېر کال همدې مودې په پرتله یادې پېښې ۳۲ سلنه زیاتې شوې دي.

سیګار وایي، د امریکا متحده ایالتونه اوس هم د افغانستان له خلکو سره تر ټولو لوی مرسته‌کوونکی هېواد دی او له افغانستانه له وتلو وروسته یې له دغه هېواد سره څه باندې ۲،۳۵ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.

خو اسلامي امارت په بشري مرستو کې لاسوهنه په کلکه ردوي.

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي: «موږ دا ادعا په کلکه ردوو؛ د اسلامي امارت له خوا د انجیوګانو او موسساتو په کارونو کې هیڅ ډول مداخله نه کېږي؛ خصوصاً د هغوی په مالي برخو کې، هغه د دوی په خپل واک کې دي او له خپل پروسیجر سره سم یې لګوي.»

هغه زیاته کړې: «یوازې که کله څوک شکایت وکړي، د وېش د شفافیت په اړه یا د ځینو امنیتي احتیاطي تدابیرو په اړه. اسلامي امارت له موسساتو سره همکار دی، خو د هغو په چارو کې هیڅ ډول مداخله نه لري او په دې اړه چې کوم رپوټونه خپاره شوي،‌ موږ یې ردوو.»

سیګار په خپل یاد راپور کې لیکلي، ارزونه ښیي چې د افغانستان بانک له سرپرست حکومته خپلواکي نه درلوده او دغه بانک د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ له تمویل سره د مبارزې په برخو کې نیمګړتیاوې درلودې.

خو د افغانستان بانک د پولي سیاست لوی رییس احمد‌جواد سداد نن په کابل کې «ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام» په ناسته کې د سیګار یاد راپور رد کړ.

هغه په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، د افغانستان بانک یو خپلواک بنسټ دی، خپل استقلال یې ساتلی، ټولې لازمې پرېکړې په خپلواکه توګه کوي او مسلکي کادرونه لري.

هغه وویل چې یاد بانک د پیسو مینځلو په برخه کې په کلکه مبارزې ته ژمن دی او د بانک په مدیریتي برخه کې هم هيڅ ستونزه نشته.

د امریکا متحده ایالتونو د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې – چې کله جمهوریت ړنګ شو او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو – د افغانستان څه باندې نهه میلیارد امریکایي ډالر شتمني کنګل کړه.

د راپورونو له مخې، د کنګل شوې شتمنۍ ۷ میلیارد ډالر په امریکا او پاتې نور په نورو اروپایي هېوادونو کې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تېر کال په وږي میاشت کې اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ به درې‌نیم میلیارد ډالر د «افغان فنډ» په نوم یوه نوي جوړ شوي صندوق ته – چې په سویس هېواد کې دی – سپاري؛ د دې شتمنۍ لګولو واک به له یوه «تضمینوونکي بورډ» سره وي او په دغه بورډ کې د امریکا حکومت یو استازی، د سویس حکومت یو استازی او دغه راز دوه افغان اقتصادي کارپوهان شامل دي.

د امریکا متحده ایالتونو د مالیې وزارت یوه چارواکي تېره میاشت د نوم نه ښودو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې واشنګټن به تر هغه د افغانستان بانک ته د یاد صندوق پیسو د لېږد ملاتړ ونه کړي چې دغه بانک وښیي له «سیاسي نفوذ او لاسوهنې» پاک دی.

دا په داسې حال کې ده چې نه یوازې د افغانستان سرپرست حکومت، بلکې ځینو نورو هېوادونو هم غوښتنه کړې چې د افغانستان شتمني دې له کنګل حالته وایستل شي.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.