کلات، ګردېز (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۲): زابل په مرکز کې نن له ۱۷۶۵ او پکتیا په لجه منګل ولسوالۍ کې له ۲۳۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د زابل د کلیو پراختیا او بیارغوني ریاست مطبوعاتي مسوول حافظ عبدالحلیم فرقانِ پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت په مرکز کلات کې د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا له ۱۷۶۵ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېټره غوړي، شپږ نیم کیلوګرامه دال، یوه اندازه د ماشومانو د خوارځواکۍ خواړه او نیم کیلو مالګه ورکړل شوي دي.
د پکتیا طبيعي پېښو ته د رسېدنې رییس مولوي نثار احمد نجات هم پژواک ته وويل، نن د دغه ریاست له خوا د یاد ولایت لجه منګل ولسوالۍ کې له ٢٣٠ سیلابځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
نوموړي وويل، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵۰ کیلوګرامه وریجې، یوه اندازه دال او چای ورکړل شوي دي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن