کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په ایران او پاکستان کې د ژوند لګښتونو ډېروالي او له لسیزو وروسته د ژوند بیاجوړولو ته لېوالتیا لامل شوي چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
اوچا تېره شپه ناوخته (پنجشنبه) پر ټویټر د یوه راپور په خپرولو ویلي چې افغانستان په نړۍ کې له سوريې او اوکراین وروسته درېیم ډېر کډوال لري.
سرچینې لیکلي، دمګړۍ د نړۍ په ۱۰۳ هېوادونو کې لږ تر لږه ۸.۲ میلیون افغانان ژوند کوي چې ډېر یې په پاکستان او ایران کې مېشت دي.
د ویلو ده، د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړ چې تېر کال څه باندې ۹۵۲ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
Views: 84
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن