Language

د لوړو زده‌کړو او کور او ښار جوړولو وزارتونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو او د کور او ښار جوړولو وزارتونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې د دولتي پوهنتونونو هغو محصلینو ته چې د ساختماني انجنیرۍ په برخو کې تیوريکي زده‌کړې کړي، د عملي زده‌کړو زمینه برابره شي.

دغه هوکړه‌لیک نن (‌شنبه) په لوړو زده‌کړو وزارت کې د دغه وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم او د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني ترمنځ لاسلیک شو.

د کابل پوهنتون رییس دکتور اسامه عزیز وویل، د دغه هوکړلیک پر بنسټ به د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا د دولتي پوهنتونونو محصلینو ته چې د ساختماني انجنیرۍ په برخو کې تیوريکي زده‌کړې کړې، د عملي زده‌کړو زمینه برابره شي.

هغه وایي، د دې هوکړې پر اساس به د لوړو زده‌کړو وزارت د کور او ښار جوړولو وزارت کارکوونکو ته د ماسټرۍ زمینه برابره شي.

login or register a new account.