منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۴ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوړو زده‌کړو او کور او ښار جوړولو وزارتونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۷ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو او د کور او ښار جوړولو وزارتونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې د دولتي پوهنتونونو هغو محصلینو ته چې د ساختماني انجنیرۍ په برخو کې تیوريکي زده‌کړې کړي، د عملي زده‌کړو زمینه برابره شي.

دغه هوکړه‌لیک نن (‌شنبه) په لوړو زده‌کړو وزارت کې د دغه وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم او د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني ترمنځ لاسلیک شو.

د کابل پوهنتون رییس دکتور اسامه عزیز وویل، د دغه هوکړلیک پر بنسټ به د کور او ښار جوړولو وزارت له خوا د دولتي پوهنتونونو محصلینو ته چې د ساختماني انجنیرۍ په برخو کې تیوريکي زده‌کړې کړې، د عملي زده‌کړو زمینه برابره شي.

هغه وایي، د دې هوکړې پر اساس به د لوړو زده‌کړو وزارت د کور او ښار جوړولو وزارت کارکوونکو ته د ماسټرۍ زمینه برابره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وویل، د لوړو زده‌کړو وزارت او سکټوري وزارتونه يو د بل لپاره لازم او ملزوم دي او د دغو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د لا پياوړتيا لپاره بايد ګړندۍ هڅې وشي.

د هغه په وینا، د علمي او عملي بنسټونو ترمنځ د نه همغږۍ له امله په تېرو کلونو کې ډېرې رغنيزې پروژې په غير معياري توګه پلې شوې دي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان په کچه د کور او ښار جوړولو په برخه کې ډېر کم مسلکي کادرونه شته.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست مولوي نداء محمد نديم وويل، يو هېواد تر هغه وخته پورې پرمختګ نه شي کولای چې په علمي ډګر کې په خپلو پښو نه وي درېدلای.

هغه وایي، دغه وزارت ژمن دی چې خپلو محصلينو ته د عملي زده‌کړو زمينه برابره کړي.

د یادونې ده، د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د تېرې چنګاښ میاشتې په ۱۳مه هم د لوړو زده‌کړو او اوبو او برېښنا وزارتونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شوی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه