Language

بغلان کې تېرو څلورو مياشتو کې ٨٦ ماشومان له بېلابېلو ناروغيو مړه شوي

پلخمري (پژواک، ٢١ زمرى ١٤٠٢): بغلان کې روغتيايي مسوولين وايي چې په تېرو څلورو مياشتو کې په دغه ولايت کې ٨٦ ماشومان د نس ناستې ناروغۍ په ګډون د بېلابېلو ناروغيو له امله مړه شوي دي.

د بغلان ولایتي روغتون د ماشومانو څانګې متخصص ډاکټر معراج‌الدین معراج د يوې خبري غونډې پرمهال وويل، هره ورځ دغه روغتون ته د بېلابېلو ناروغيو له امله شاوخوا دوه سوه ماشومان مراجعه کوي.

هغه وويل چې په تېرو څلورو مياشتو کې د نس ناستې ناروغۍ له امله ٩٣٠ ماشومان په دغه روغتون کې بستر شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په همدې موده کې ٨٦ ماشومان د نس ناستې ناروغۍ په ګډون له بېلابېلو ناروغيو مړه شوي دي.

login or register a new account.