کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۲): کابل ښار کې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د لوړېدو ترڅنګ، د قزاقي وړو او سروزرو بیې ټیټې شوي خو د ډیزل او پټرول بیې لوړې شوې دي.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۴.۲۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۸۵ افغانیو بدلیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د زمري په ۱۴مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۵ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۹۰ افغانۍ تبادله کېدې.
صرافان وايي، له دې امله چې مرکزي بانک په وروستیو ورځو کې په بازارونو کې د امریکايي ډالرو پلور زیات کړی، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت لوېدلی دی.
د زمري ۱۴مه د یوه خبر له مخې ، مرکزي بانک ۱۳ میلیون امریکایي ډالر بازار ته عرضه کړل.
د پټرولو او ډیزلو د بیو لوړېدل
د «احمدیار ګروپ» تېلو پمپ یوه کارکوونکي وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېټر پټرولو بیه له ۶۹ نه ۷۱ افغانیو او د یو لېټر ډېزلو بیه له ۶۳ نه ۶۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.
نوموړی وايي، په نړۍواله کچه د ډیزل او پټرولو تېلو بیې لوړېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې یې هم بیې لوړې شوې دي.
خو د کابل ښار په کلولهپشته سیمه کې یو ګازپلورونکی محمدشریف وايي، نن هم لکه اووه ورځې مخکې یو کیلوګرام ګاز په ۵۶ افغانۍ پلوري.
د قزاقي اوړو بیه ټیټه شوې ده
کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، د تېرو اوو ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۶۵۰ افغانیو ۱۶۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د هغه په وینا، د د افغانیو په وړاندې د ډالرو د ارزښت د لوېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د قزاقي اوړو بیه ټيټه شوې ده.
هغه وايي چې نن هم لکه ۷ ورځې مخکې په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۵۵۰ افغانۍ، ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د یو شمېر توکو پرچون بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر او په ځینو کې بیا لږ توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیو ټیټدل
د کابل ښار پر تیمورشاهي سړک د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل، نن د تېرو اووه ورځو په پرتله یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زرو بیې له ۴۴۰۰ نه ۴۳۵۰ افغانیو ته او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زرو بیې له ۳۴۵۰ نه ۳۴۰۰ افغانیو ته راټيټې شوې دي.
د سرو زرو پلورونکو په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلېدو سره اړیکه لري.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن