Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې کارګرو ماشومانو ته د نارسمي زده‌کړو او رواني روزنې مرکز پرانیستل شو

بغلان کې کارګرو ماشومانو ته د نارسمي زده‌کړو او رواني روزنې مرکز پرانیستل شو

author avatar
13 Aug 2023 - 18:46
بغلان کې کارګرو ماشومانو ته د نارسمي زده‌کړو او رواني روزنې مرکز پرانیستل شو
author avatar
13 Aug 2023 - 18:46

پلخمري (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): بغلان کې سیمه‌ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ ګارګرو ماشومانو ته د نارسمي زده‌کړو او رواني روزنې مرکز پرانیستل شو.

د بغلان د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري نصرت‌الله پارسا په دې اړه د یاد ریاست په انګړ کې غونډې ته وینا کې وویل، هغو کارګر ماشومانو ته چې د ښار واټونو کې پر درنو کارونو بوخت دي، د نارسمي روزنې مرکز پرانیسته کوو چې په ترڅ کې به یې په لومړي سر کې ۵۰ کارګرو ماشومانو ته شپږ میاشتنۍ روزنه ورکړل شي.

هغه زیاته کړه،  دا غیررسمي زده‌کړې دي چې د یونیسف دفتر په مالي مرسته هغو کارګرو ماشومانو ته ورکول کېږي چې له رسمي زده‌کړو پاتې دي او له دغه شپږمیاشتني پروګرام وروسته به د رسمي زده‌کړو ټولګیو کې د شاملېدو جوګه شي.

د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي د کارګرو ماشومانو روزنې یاد مرکز د پرانیستې هرکلی وکړ ویې ویل چې په تېرو څو لسیزو جګړو کې تر ټولو ډېر زیانمن ماشومان دي چې له فکري او رواني پلوه یې زیان لیدلی او د قاچاق او جګړې ښکار شوي دي.

هغه زیاته کړه: «په کور دننه د سمې روزنې لپاره د مرکز پرانیسته د ستاینې وړ کار بولو او ملاتړ یې کوو.»

دغه راز په بغلان کې د یونیسف دفتر مسوول سید کبیر سادات وايي چې په بغلان کې یې په لومړي ځل هغه ۵۰ ماشومان چې د کار کولو له امله له رسمي زده‌کړو پاتې شوي، د ماشومانو انتقال په نوم دغه رونیز مرکز کې یې تر پوښښ لاندې نیولي چې  له شپږ میاشتنۍ غیررسمي زده‌کړو او رواني روزنې وروسته به رسمي زده‎کړو کې د شامیلېدو جوګه شي.

دی وايي: «بغلان کې پر درنو کارونو بوختو ماشومانو شمېر ډېر دی، دا یې د دغه ډول فعالیت پیل دی راتلونکی کال بودجې ته په کتو که فنډ ترلاسه کړي، غواړي دغې لړۍ ته دوام ورکړي.»

د یادونې ده، تېر کال د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ په بغلان کې د ترسره شوې سروې له مخې، ۱۴۶۸۰ ماشومان پر درنو کارونو بوخت وو، د مسوولینو په وینا، ښايي شمېر یې ډېر شوی وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.