[restrict paid="true"]
کندهار (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۲) ځایي مسوولین وایي، کندهار ښار کې د نعمانیه مدرسې ۲۲ زدهکوونکي مسموم شوي دي.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر سیداحمد شاداب د زمري په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مدرسه د ښار دوولسمې حوزې اړوند د لویې ویالې سیمه کې موقعیت لري.
هغه زیاته کړه، یادې مدرسې ته نن غرمه له یوه کوره د خیرات ډوډۍ (وريژې او غوښې) ور وړل شوې وه، چې له خوړلو وروسته زدهکوونکي مسموم شول.
د هغه په وینا، مسموم شوي زدهکوونکي میرویس روغتون ته لېږدول شوي وو چې د ټولو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
هغه زیاته کړه، تر اوسه د مسمومیت لامل نه دی معلوم شوی خو ځیني وخت داسې پېښې په خوړو کې د مسالهجاتو له امله هم رامنځته کېږي.
ډاکټر شاداب وایي، له مسموم شوو زدهکوونکو ډېری یې روغ شوي او له روغتونه رخصت شوي خو ځيني یې لا تر درملنې لاندې دي.
کندهار کې له دې مخکې هم خلک د خوړو او غوا د شیدو له امله مسموم شوي وو.
د یادونې ده، تېره اونۍ په خوست ولایت کې هم د یوه ختم او خیرات سلګونه ګډونوال مسموم شوي وو.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن