Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکا هاوایي ایالت اورلګېدنه کې د مړه شوو کسانو شمېر ۹۳ ته ورسېد

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): د امریکا متحده ایالتونو هاوایي ایالت په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله د مړه شوو شمېر ۹۳ کسانو ته ورسېد.

هاوایي د امریکا له لوېدیځ ایالت کلفورنیا څخه شاوخوا دوه‌نیم زره کیلومتره لرې په بحر کې له څو جزیرو جوړ ایالت دی.

امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې تېره اونۍ هلته پراخه اورلگېدنه رامنځته شوه چې له امله ځنګلونو ته نږدې شاوخوا درې زره کورونه هم سوځېدلي دي.

د دغه ایالت مسوولینو ویلي چې د دې اورلګېدنې له امله تر اوسه ۹۳ کسان مړه او لسګونه نور نادرکه شوي دي.

مسوولینو دا هم ویلي چې د دې ودانیو بېرته رغول به ۵.۵ میلیارد ډالرو ته اړتیا ولري.

د امریکا ولسمشر جوبایډن دا «لوی کړکېچ» بللی او د ژغورنې د هڅو لپاره یې دغه ایالت ته د فدرال د مرستو اجازه ورکړې ده. د سیمې خلک وايي، ډېرو مرستو ته اړتیا لري او ممکن د ښار بیارغول کلونه وخت ونیسي.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.