ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
14 Aug 2023 - 18:40
بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
14 Aug 2023 - 18:40

پلخمري (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۲): د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ اړوند شمالي سالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتو دفتره پژواک خبري اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن له غرمې مخکې په شمالي سالنګ کې د کرولا او هینو موټرونو ترمنځ ټکر شوی چې له امله یې يو کس مړ او درې نور ټپيان شوي دي.

سرچینه وايي، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د خنجان ولسوالۍ کلینیک ته انتقال شوي دي.

دغه راز د بغلان ولایت د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي هم ياده پېښه او مرګ‌ژوبله تاييدوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.