منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۳ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۸۲ کتنې

پلخمري (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۲): د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ اړوند شمالي سالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتو دفتره پژواک خبري اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن له غرمې مخکې په شمالي سالنګ کې د کرولا او هینو موټرونو ترمنځ ټکر شوی چې له امله یې يو کس مړ او درې نور ټپيان شوي دي.

سرچینه وايي، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د خنجان ولسوالۍ کلینیک ته انتقال شوي دي.

دغه راز د بغلان ولایت د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي هم ياده پېښه او مرګ‌ژوبله تاييدوي.

هغه وويل چې د يادې پېښې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

د یادونې ده، تېره اونۍ هم په دې سیمه کې د کرولا موټر چپه کېدو پېښه کې څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې