بامیان (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۲): د بامیان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې زرګونو کسانو ته لنډمهاله کاري فرصتونه برابر شوي دي.
د بامیان د کلیو پراختیا رییس ملا ضیااالله خادم پژواک ته وویل چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې ۳۵۰۰ کسانو ته د پرمختیایي پروګرام له لارې لنډ مهاله کاري فرصتونه برابر شوي دي.
د هغه په خبره، دغه کاري فرصتونه په سیغان، کهمرد او یکهولنګ ولسوالیو کې د پرمختیایي پروګرام له لارې د سیمې خلکو ته برابر شوي دي.
نوموړي وویل چې کارګران د ورځې ۸ ساعته د کرنیزو کانالونو پاک کارۍ، د ویالو ترمیم او د فرعي سړکونو کانګرېټ اچونې په برخو کې فعالیت کوي چې د ورځې له ۴۰۰ تر ۴۵۰ افغانۍ ترلاسه کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP