منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مسوولین: بامیان کې زرګونو کسانو ته لنډمهاله کاري فرصتونه برابر شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۶ کتنې

بامیان (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۲): د بامیان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې زرګونو کسانو ته لنډمهاله کاري فرصتونه برابر شوي دي.

د بامیان د کلیو پراختیا رییس ملا ضیااالله خادم پژواک ته وویل چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې ۳۵۰۰ کسانو ته د پرمختیایي پروګرام له لارې لنډ مهاله کاري فرصتونه برابر شوي دي.

د هغه په خبره، دغه کاري فرصتونه په سیغان، کهمرد او یکه‌ولنګ ولسوالیو کې د پرمختیایي پروګرام له لارې د سیمې خلکو ته برابر شوي دي.

نوموړي وویل چې کارګران د ورځې ۸ ساعته د کرنیزو کانالونو پاک کارۍ، د ویالو ترمیم او د فرعي سړکونو کانګرېټ اچونې په برخو کې فعالیت کوي چې د ورځې له ۴۰۰ تر ۴۵۰ افغانۍ ترلاسه کوي.

د بامیان د کلیو پراختیا رییس وویل چې دغه پروژې د پرمختیایي شورا په وړاندیز، د کلیو او پراختیا ریاست او د همکارو موسسو تخنیکي ټيمونو له لوري په لرو پرتو سیمو کې تطبیقیږي.

هغه زیاته کړه چې دا پروژې د خوړو نړۍوال سازمان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په ملاتړ تمویلږیږي چې له یوې تر دوو میاشتو به وخت ونیسي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه