ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوري زړه ۵۵ ماشومان د درملنې لپاره د کابل پنځو روغتونونو ته معرفي شول

د سوري زړه ۵۵ ماشومان د درملنې لپاره د کابل پنځو روغتونونو ته معرفي شول

author avatar
15 Aug 2023 - 14:30
د سوري زړه ۵۵ ماشومان د درملنې لپاره د کابل پنځو روغتونونو ته معرفي شول
author avatar
15 Aug 2023 - 14:30

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۲): د سوري زړه ماشومانو درملنې په دوام، سره میاشت وايي چې د سوري زړه ۵۵ ماشومان یې د عملیاتو او درملنې په موخه کابل کې پنځو روغتونونو ته معرفي کړي دي.

افغاني سرې میاشتې ټولنې په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، دغه ماشومان یې پرون (د زمري ۲۳مه) په کابل کې پنځو روغتونونو ته معرفي کړل.

ټویټ کې راغلي، سرې میاشتې د تېر یو کال په اوږدو کې د سوري زړه ۱۶۴۵ ماشومان د درملنې په موخه بېلابېلو روغتونونو ته معرفي کړي دي.

یادې ټولنې په دغه ټویټ کې د انځوریز کلپ په خپرولو د یوه ناروغ کورنۍ د یوه غړي خبرې شریکې کړې دي.

نوموړی چې د سوري زړه یوه ماشوم پلار دی، وايي، څلورنیم‌میاشتنۍ کې تشخیص شوه چې د زوی زړه یې سوری دی او باید عملیات شي خو توان یې نه درلود چې خپل ماشوم عملیات کړي.

نوموړی ډېر خوښ دی چې د سرې میاشتې له خوا یې د زوی د عملیات زمینه برابره شوې ده.

یو بل پلار چې لور یې د زړه سوري ناروغي لري، په یاد کلیپ کې وایي، د اقتصادي ستونزو له امله یې د لور عملیاتولو توان نه درلود، خو اوس د عملیات لپاره یوه شخصي روغتون ته معرفي شوې ده.

دا دواړه پلرونه هیله لري چې ماشومان به یې د عملیات له ترسره کېدو وروسته ښه شي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.