کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۲): د کډوالۍ نړۍوال سازمان سږ کال جولای میاشت کې له ګاونډيو هېوادونو ۲۵ زره بېرته راستنېدونکو ته د خدماتو وړاندې کولو خبر ورکړی او وایي، د روان کال په ترڅ کې ۴۰ زره بېرته راستنېدونکو او داخلي بېځایه شوو سره د مرستو لپاره ۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.
دغه بنسټ نن یوه ټويټ کې ویلي، د روان کال جولای میاشت کې یې له ۲۵ زرو ډېرو کډوالو سره چې ګاونډیو هېوادونو ته په غیرقانوني ډول تللي وو او بېرته راستانه شوي، له راتلو وروسته خدمات وړاندې کړي دي.
د سرچینې په خبره، دغه بنسټ په ۲۰۲۳ کال په افغانستان کې ۴۰ زره بېرته راستنېدونکو او داخلي بېځایه شوو سره د مرستو په موخه ۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.
دغه ټويټ کې راغلي: «وخت په تېرېدو دی او افغانستان نه شي کولی منتظر پاتې شي.»
سرچینې لیکلي، هغه غیرقانوني افغان کډوال چې هېواد ته بېرته راستنیږي د سوء استفادې او تاوتریخوالي له خطراتو سره مخ کېږي.
دغه سازمان زیاته کړې: «په سرحدونو کې زموږ ټیمونه په نه سټړي کېدونکي ډول کار کوي څو له بېرته راستنېدونکو ملاتړ وکړي او لازم خدمات ورته وړاندې کړي.»
د سرچینې په خبره، دغه سازمان په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې له ۳۵ زرو ډېرو بېرته راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شوو کډوالو ته حفاظتي خدمات وړاندې کړي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د روان کال د زمري په ۱۸ مه ویلي وو، د ۱۴۰۱ کال په ترڅ کې ۹۵۲ زره ۵۸۹ افغان کډوال له ایران، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت په خبره، تېر کال کې له دغو بېرته راستنېدونکو او بېځایه شوو له ډلې له ۴۶۸ زره او ۷۳۴ سره د ځینو موسسو په همکارۍ د نغدي، خوراکې او غیرخوارکي توکو مرستې شوي دي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن