ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلینکن: له افغانستانه د وتلو پرېکړه که څه هم ستونزمنه خو پر ځای وه

بلینکن: له افغانستانه د وتلو پرېکړه که څه هم ستونزمنه خو پر ځای وه

author avatar
16 Aug 2023 - 01:45
بلینکن: له افغانستانه د وتلو پرېکړه که څه هم ستونزمنه خو پر ځای وه
author avatar
16 Aug 2023 - 01:45

[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن وايي، د افغانستان سرپرست حکومت او د نړۍوالو ترمنځ د اړيکو ټينګېدو لاره په افغانستان کې د ښځو حقونو ته په درناوي پورې تړلې ده.

نوموړي دا څرګندونې د زمري په ۲۵مه د افغانستان د جمهوري حکومت د سقوط دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

دوه کاله مخکې (د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه) د افغانستان جمهوري حکومت سقوط شو او پر ځای یې د طالبانو په مشرۍ اوسنی سرپرست حکومت جوړ شو.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل: «طالبان به د یو شمېر ژمنو نه عملي کولو، په ځانګړې توګه د بشري حقونو‌ په برخه کې حساب ورکوي. له دوی سره د نړۍ د هېوادونو عادي اړیکو جوړېدو لاره به تر هغه بنده وي چې د نورو مسئلو ترڅنګ د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وشي.»

بلینکن زیاته کړه، له افغانستانه د وتلو پرېکړه که څه هم ډېره ستونزمنه خو سمه وه.

هغه وویل: «موږ د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله؛ په تېرو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د امریکا یو بل ځوان نسل به افغانستان ته د جګړې او وژل کېدو لپاره نه ځي.»

بلخوا د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې د ښځو حقونه د افغانستان یوه داخلي مسئله ده او په امریکا پورې اړه نه لري. نوموړي دغه راز له امريکا وغوښتل چې افغانستان ته راشي او د دغه هېواد په بيارغونه کې ونډه واخلي.

په ورته وخت کې پر افغانستان د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پوره کېدو په مناسبت د امریکا د کانګرس بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایک مک کال یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو نیوکه وکړه او د دغه کار پړه یې د ولسمشر جو بایډن پر حکومت واچوله.

نوموړي د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، له افغانستانه د وتلو د پایلو په اړه د “پوځي مشرانو مشورې او د ډیپلوماټانو د جدي ګواښونو” له پامه غورځول د دغه “ناورین” لامل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، له افغانستانه وتل او د زرو امریکايي اتباعو او همدا راز د سل زره افغان همکارانو پر ځای پرېښودل، د دوی اخلاقي ځواک کمزوری کړی او دغه کار د روسیې، چین او ایران په څېر دښمنانو زړور کړي دي.

خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغانستان له خلکو سره د متحده ایالتونو “دوامداره ژمنه” پر ځای ده او په تېرو دوو کلونو له افغانستانه ټول امریکایي اتباع (شاوخوا ۹۰۰ تنه) چې غوښتل یې ووځي، له هغه هېواده بهر ایستل شوي دي.

هغه زیاته کړه، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۳۱مې د روان کال د اګسټ تر لومړۍ نېټې پورې نږدې ۳۴ زره هغو افغانانو ته چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د امریکا متحده ایالتونو سره همکاري کړې وه، امریکا ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې صادر شوې دي.

بلینکن دغه راز وویل، له افغانستانه د امریکا له بشپړ وتلو سره سره متحده ایالتونو په تېرو دوو وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې د مخکښ په توګه لږ تر لږه ۱.۹ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

خو څو ورځې مخکې سیګار ویلي وو چې امریکا له افغانستان سره ۲،۴ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

یادونه: په دغه خبر کې د امریکا غږ له راپوره استفاده شوې ده.
[/restrict]

Views: 138

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.