اتلانتا (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): د هېواد والیبال ملي لوبډله، د والیبال اسیا جام سیالیو په ۲۲ پړاو کې د ګډون لپاره سبا ایران ته روانېږي.
د باختر خبري اژانس راپور له مخې، د المپیک کمېټې رییس احمدالله وثیق په همدې موخه جوړ شوي یو پروګرام کې وویل: «لوبغاړي د هېواد ویاړ دي، تاسو هغه لوبغاړي یاست چې موږ ټولو ته خوښي بښئ او ما چې نوې د دې ادارې مشري پر غاړه اخیستې، ژمن یم چې تاسو ته خدمت وکړم او ستاسو هڅولو او ودې لپاره به خپله هیڅ هڅه ونه سپموم.
وثیق زیاته کړه، موږ ټول همدا تمه لرو چې د مبارزې په ډګر کې تمرکز وکړئ، یو بل ومنئ او یو بل سره همغږي اوسئ څو غوره پایله ترلاسه کړئ.
همدارنګه د المپیک ملي کمېټې ویاند اتل مشواڼي وویل، وروسته له لسو کلونو ټاکل شوې چې د هېواد والیبال لوبډله د اسیا جام سیالیو په ۲۲ام پړاو کې چې د اګسټ له ۲۰مې تر ۲۶مې پورې د ایران په اورومیه ښار کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.
د هغه په وینا، دې سیالیو ته اتلس اسیایي هېوادونه رابلل شوي دي.
هغه زیاته کړه، له افغانستانه په دې سیالیو کې ۲۰ کسان ګډون کوي چې ۱۴ کسان یې لوبغاړي او پاتې نور د پلاوي غړي دي او د هېواد لوبغاړي به په E ګروپ کې له هندوستان او قطر هېوادونو سره سیالي ترسره کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن