کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۲): د نوي کابل ښار د لومړي فاز «ب» برخې پروژې عملي چارې د یو میلیارد امریکايي ډالرو په لګښت نن پیل شوې چې په پلې کېدو سره به یې پر ۷۴۰ جریبه ځمکه ۲۳۰۰ استوګنیز کورونه جوړ شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې پروژې د پيل مراسمو کې وویل: «د اسلامي امارت مشران ژمن دي چې افغانستان له سیالانو سره سیال کړي او په دې لاره کې نه ستړېکېدونکې هڅې کوي چې د دې پروژې پيل یې ښه بېلګه ده.»
هغه زیاته کړه چې د نوي کابل پروژه د هېواد په کچه د خصوصي سکټور او اسلامي امارت ترمنځ د مشارکت یوه ستره ملي پروژه ده چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابروي.
نوموړی وایي، د نوي کابل ښار پروژه به د ژوند ټولې اسانتیاوې ولري او په بشپړېدو سره به یې د کابل په اوسني ښار کې ګڼه ګوڼه کمه شي.
برادر وایي، د نوي کابل ښار پروژه په ۳۷۰ زره جریبه مساحت په درلودو په څلورو فازونو کې ډیزاین شوې ده.
دی وایي چې د یادې پروژې د لومړي فاز چارې په پنځه برخو کې په پام کې نیول شوې چې نن یې د دویم برخې چارې پیل شوې.
هغه زیاتوي، د لومړي فاز دویم پارسل پروژه په ۷۴۰ جریبه ځمکه کې ډیزاین شوې چې د ۱۲ زرو کسانو لپاره به په کې ۲۳۰۰ استوګنیز کورونه جوړ شي.
د ملا برادر په خبره، د نوي کابل ښار پروژې د لومړي فاز دویم پارسل چارې د کور او ښار جوړولو وزارت تر نظارت لاندې د خاور خصوصي ساختماني شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي او زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
دغه راز په دې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن مرستیال روحالله احمدي وویل چې د نوي کابل ښار ماسټر پلان د درې میلیونه نفوسو لپاره په نظر کې نیول شوی چې ۳۷۰ زره جریبه ځمکه کې د تطبیق وړ دی.
دی وایي چې د نوي کابل ښار پروژه به په درېیو لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله مرحلو کې تطبیق شي.
هغه زیاتوي: «لنډمهاله مرحله کې د لس کلونو په موده کې به د ۴۰۰ زره کسانو لپاره ۸۰۰۰۰ کورونه جوړ شي، منځمهاله مرحله کې به د ۱۵ کلونو موده کې ۱،۵ میلیونه کسانو ته ۲۵۰۰۰۰ کورونه جوړ شي، په اوږدمهاله مرحله کې به د ۳۰ کلونو موده کې د درې میلیونه کسانو لپاره ۵۰۰۰۰۰ کورونه جوړ شي.»
همدارنګه په دې غونډه کې د خاور ساختماني شرکت رییس سید مقدم امین وویل چې پر دې پروژه به شاوخوا یو میلیارد ډالر لګښت راشي.
همدارنګه په دې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني وویل چې دغه پروژه تېر کال پیلېده خو د ځمکو د املاکو د ستونزې له امله پاتې شوه.
هغه وایي، د دې ملي پروژې د اړوند سيمو ټول اسناد په پوره غور او دقت سره څېړل شوي او د غصب او فساد مخنیوی یې شوی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت معلوماتو له مخې، د نوي کابل ښار ماسټر پلان په ۱۳۸۷ کال کې د هېواد د داخلي متخصصینو او د جاپان هېواد په مالي او تخنیکي همکارۍ د تطیق لپاره نهایي شوی دی.
د یادونې ده، په نوي کابل ښار کې ده سبز ولسوالۍ بشپړه او د شکردرې، استالف، قرهباغ، کلکان او بگرام ولسوالیو یو شمېر سیمې شاملېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP