ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې زلزله‌ځپلو ته د ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت ۶۵ کورونه جوړ شول

18 Aug 2023 - 14:50
18 Aug 2023 - 14:50

ښرنه (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۲): افغاني سره میاشت وایي، د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې یې د ترکیې سرې میاشتې په ۳۵ میلیونه افغانۍ مرسته ۶۵ زلزله‌ځپلو کورنیو ته کورونه جوړ کړي دي.

تېر کال د پکتیکا په برمل، ګیان او زېړوک ولسوالیو کې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۲ زره کورونه وران او یا سخت زیانمن شول او شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو ته په کې مرګ‌ژوبله واوښته.

افغاني سرې میاشتې نن په ګیان ولسوالۍ کې ۶۵ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د کورونو جوړولو په مناسبت غونډه جوړه کړې وه.

د دغې ټولنې رییس مولوي مطیع‌الحق خالص پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ۶۵ کورونه – چې نن یادو کورنیو ته سپارل کېږي – د ترکیې سرې میاشتې په مالي ملاتړ جوړ شوي دي.

هغه وویل: «اوس خو ۶۵ کورنیو ته سرپناوې جوړې شوې، په هر یوه کور ۵۵۰ زره افغانۍ لګښت وشو او پاتې نورو زلزله‌ځپلو ته به هم هڅه کوو چې سرپناوې برابرې کړو.»

د افغانستان لپاره د ترکیې سرې میاشتې مشر ایوب ایزدا په نننۍ ناسته کې وویل، د ترکیې خلک تل چمتو دي چې د ستونزو په وخت کې له افغانانو سره مرستې وکړي.

د ګیان یو اوسېدونکی غریبنواز وایي، زلزله‌ځپلي خوښ دي چې کورونه ورته جوړ شوي دي.

هغه وایي چې زلزلې د ډېرو نورو په څېر د ده کور هم وران کړ او کورنۍ یې له هغه وروسته خیمه کې ژوند کاوه.

د چارواکو په وینا، د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې د افغاني سرې میاشتې له خوا د زلزله‌ځپلو لپاره د ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰۵ نورو کورونو پر جوړلو هم کار روان دی.

Views: 78

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version