اټلانټا (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۲): د ایران سرحدي چارواکو ویلي، په تېره یوه میاشت کې یې له ۳۰ زرو ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته استولي دي.
ایراني رسنیو د سیستان او بلوچستان د ولایت سرحدي ځواکونو د قوماندان سردار رضا شجاعي له قوله ویلي، دا شمېر غیر قانوني افغان کډوال په نیمروز ولایت کې له میلک سرحدي لارې بیرته افغانستان ته استول شوي دي.
شجاعي زیاته کړې: «بهرني وګړي ایران ته د ننوتلو، اوسېدلو او ستنېدلو لپاره باید له قانوني لارو اقدام وکړي؛ له دې پرته د هېواد اړوندو ادارو ته له تحویلي وروسته به له هغوی سره چلند له ایرانه شړل اوسي.»
بلخوا د ناروې کډوالو شورا د معلوماتو له مخې، ایران ۴.۵ میلیونو افغان کډوالو ته په پناه ورکولو سره په نړۍ کې دویم هېواد دی، چې زیات شمېر افغان کډوال په کې اوسېږي.
ورته مهال، د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د روانې اونۍ په منځ کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د عمومي منشي د مرستیال او افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کتنه کې د افغان کډوالو سره د نړۍوالو بشري مرستو د برابرولو په اړتیا ټینګار کړی او د افغانستان د روان معیشتي او انساني وضعیت د ښه کېدو لپاره یې د هڅو زیاتیدو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایرانه د ۱۳ زرو افغان کډوالو د شړلو او راستنیدلو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت له خوا د خپرو شوو شمېر له مخې، د اګست له لسمې تر ۱۷ پورې ۱۲۶۵۲ افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د هرات ولایت د اسلامکلا په بندر کې افغان سرحدي چارواکو ویلي، چې یوازې د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۶( زمري ۲۵) ۲۲۷۸ افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.
د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو ویلي، د دغو راستنو شوو افغان کډوالو یو شمېر یې د خوراکي او غیرخوراکي مرستو لپاره د مهاجرت نړۍوال سازمان ته معرفي شوي دي.
یادونه: په دغه خبر کې د امریکا غږ له راپور څخه استفاده شوې ده.
Views: 67
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP