Language

ملګري ملتونه: افغانستان کې تېرو دوو کلونو کې ۳۰ بشري کارکوونکي وژل شوي

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکي د بشرپالنې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې دغه هېواد کې تېرو دوو کلونو کې ۳۰ بشري کارکوونکي وژل شوي, خو ا.ا دا ادعا ردوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکي دانیال اندرس پرون یوه ويډویي پیغام کې د بشرپالنې نړۍوالې ورځې په مناسبت دغه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې ډېری قربانیان واکسیناتوران او ماین پاکان دي.

اندرس ویلي چې بشري کارکوونکي د دندې پرمهال له دوامدارو خطرونو سره مخ دي او دا د منلو وړ نه ده.

هغه ویلي چې له بشري کارکوونکو پرته به میلیونونه انسانان حیاتي اړتیاوو پوره کولو ته لاسرسی ونه لري او په ډاګه کړې یې ده چې نن په افغانستان کې بشري اړتیاوې خپل اوج ته رسېدلي او ۲۹ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري.

login or register a new account.