Language

د پاکستان پنجاب ایالت کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې د فیصل‌اباد پر لویه لاره د مسافروړونکي یوه بس او تېلو یوه ټانکر د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان نیوز انټرنشنل راپور ورکړی، دا پېښه نن (یکشنبه) سهار شاوخوا ۴ بجې پاکستان کې پر فیصل‌اباد لویه لار رامنځته شوې او د ځایي چارواکو له قوله یې لیکلي چې دغه بس کې له ۳۵ تر ۴۰ سپرلي موجود وو.

د راپور له مخې، قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د دې پېښې ټپیان د فیصلاباد روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.