منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پاکستان پنجاب ایالت کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۴ کتنې

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې د فیصل‌اباد پر لویه لاره د مسافروړونکي یوه بس او تېلو یوه ټانکر د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

د پاکستان نیوز انټرنشنل راپور ورکړی، دا پېښه نن (یکشنبه) سهار شاوخوا ۴ بجې پاکستان کې پر فیصل‌اباد لویه لار رامنځته شوې او د ځایي چارواکو له قوله یې لیکلي چې دغه بس کې له ۳۵ تر ۴۰ سپرلي موجود وو.

د راپور له مخې، قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د دې پېښې ټپیان د فیصلاباد روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د پاکستان پنجاب کې د یوه بس چپه کېدو له امله پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او ۲۰ نور ټپیان شوي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه