Language

کابل کې څلور انسان‌تښتوونکي وژل شوي

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د امنیتي کسانو او انسان‌تښتوونکو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې یې څلور انسان‌تښتوونکي وژل شوي او تښتولی کس ترې ژغورل شوى دى.

د کابل امنيې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ځانګړو قطعاتو عمومي قوماندانۍ د یو لړ اوپراتیفي معلوماتو پر اساس تېره شپه د کابل د پغمان ولسوالۍ په پشته بادام سیمه کې عملیات کړي.

هغه لیکلي، یاد عملیات د انسان‌تښتوونکو پر هغې ډلې شوي چې درې ورځې وړاندې یې د محمدامین په نوم یو کس تښتولی و.

هغه لیکلي: «په دغو عملیاتو کې د انسان‌تښتوونکو او مجاهدینو ترمنځ وسله‌واله نښته شوې چې په پایله کې څلور انسان‌تښتوونکي د مجاهدینو له لوري وژل شوي دي.»

ځدراڼ لیکلي چې امنیتي کسانو تښتول شوی کس روغ رمټ ژغورلی او دغه راز امنیتي کسانو ته په دې نښته کې کوم زیان نه دی اوښتی.