جلالاباد (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، دغه ولايت کې د همېشه بهار په نوم راډيو ټلويزيون ته چې د رسنيزې سرغړونې له امله يې نشرات تړل شوي وو، د خپرونو د بيا پيلېدو اجازه ورکړل شوه.
چارواکي وايي، دا رسنيز مرکز ۱۹ ورځې وړاندې د ځينو نشراتي سرغړونو له کبله د لنډمهال لپاره تړل شوی و.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر او په ننګرهار کې د رسنیو سرغړونو د ارزونې کمېسیون مسوول صدیق الله قریشي بدلون د زمري په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغې رسنۍ ته يو ځل بيا د نشراتو اجازه ورکړل شوه.
هغه زياته کړه: «موږ په نشراتي برخه کې ټولو رسنیو او همکارانو ته یې د قانون سرې کرښې چې د اسلام مبارک دین او افغاني عنعناتو ته په کتو جوړې شوي په ګوته کړي، ترڅو هېڅ یوه رسنۍ او رسنوال ترې سرغړونه ونه کړي.»
بدلون وایي، څه موده وړاندې همېشه بهار دا اصول تر پښو لاندې کړل او د رسنیو د سرغړونو ارزونې کمېسيون یې د اصلاح په خاطر نشرات وځنډول، چې د ستونزو حل په صورت کې نن ورته یو ځل بیا د یاد کمېسیون له لوري د نشراتو د بيا پیلېدو اجازه ورکړل شوه.
نوموړي همدارنګه په ټولو رسنیو غږ وکړ چې خپل نشرات د دولت له پالیسیو سره سم برابر او د نظام اساسات په پام کې ونیسي.
د همېشه بهار راډيو ټلويزيون مسوول اتل خان ستانکزي هم پژواک ته تاييد کړه چې نن مازيګر يې د دفتر مهرولاک لرې شو او بېرته د نشراتو اجازه ورکړل شوه.
په ورته وخت کې په ننګرهار کې د خپلواکو خبريالانو اتحاديې مشر ايمل ظاهر هم دغه خبر تاييد کړ او د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه يې مننه وکړه چې دغه ستونزه يې د دغې اتحاديې، ختيځ کې د خبريالانو خونديتوب کمېټې او ځايي خبريالانو په غوښتنه حل کړه.
د يادولو وړ ده چې اوسمهال په ننګرهار کې د کليد راډيو مسوول مدير او يو خبريال هم د استخباراتو رياست له خوا بهر مېشتو دولت ضد رسنيو سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP