ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کار وزارت: تېر کال مو نږدې ۴۴ زره کسانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې

د کار وزارت: تېر کال مو نږدې ۴۴ زره کسانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې

author avatar
20 Aug 2023 - 17:19
د کار وزارت: تېر کال مو نږدې ۴۴ زره کسانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې
author avatar
20 Aug 2023 - 17:19

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، تېر لمریز کال کې یې د هېواد په کچه نږدې ۴۴ زره کسانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

یاد وزارت دغه راز ويلي چې د هېواد په کچه ۵۴ دارالایتامونو دي چې څه باندې اته زره او ۵۰۰ یتیمان په کې ساتل کېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي نن (د زمري ۱۹مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام په لړ کې وویل، تېر لمریز کال کې یې د هېواد په کچه ۴۳ زره او ۷۷۴ کسانو ته د دولتي او موسسو د فني او حرفوي زده‌کړو مرکزونو کې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

دی وایي، یاد وزارت له نشه‌یي توکو رغېدلو کسانو ته د فني او حرفوي روزني مرکز کابل کې پرانیست او تر دې مهاله له اعتیاده وتلو ۵۳۰  کسانو ته په پنځو حرفو کې د روزنې زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه، دغه وزارت ۸۵۷۹  یتیمانو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته چې هلکان او نجونې دي، د دولتي او خصوصي دارالایتامونو له لارې د ژوند اړین خدمات وړاندې کړي دي.

هغه زیاتوي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۲۱ زره او ۷۶۲ هغو ماشومانو قضیو ته رسېدنه کړې چې له خطرونو سره مخ وو.

خو ده ونه ویل چې دغه کسان له څه ډول خطرونو سره مخ وو.

د هغه په خبره، د سوالګرو ټولولو کمېټې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت یې هم غړیتوب لري، ۱۸ زره او ۷۷۷ سوالګر ماشومان راټول کړي چې له ډلې ۷۲۱۰ ماشومان د ارزونې او تثبیت په موخه سرې میاشتې ته ورپېژندل شوي دي.

د ابراهیمي په وینا، له ارزونې وروسته د ټول شوو سوالګرو ماشومانو له ډلې ۱۱ زره او ۴۹۶ ماشومان مسلکي سوالګر پېژندل شوي او دغه راز ۷۱ بې‌سرپرسته ماشومان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا دارالایتامونو ته جذب شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، دغه وزارت د مرستو د جذب په موخه له پنځوسو ملي او نړۍوالو موسسو سره په بېلابېلو برخو کې ۷۹ هوکړه‌ليکونه لاسليک کړي دي.

خو سرچینې د لاسلیک شوو هوکړه‌لیکونو د ارزښت په اړه معلومات شریک نه کړل.

نوموړي د پژواک خبري اژانس خبریال د دې پوښتنې په ځواب چې دا مهال د هېواد په کچه څومره دارالایتامونه شته او د څومره یتیمانو پالنه پکې کېږي؟ وویل: «فعلاً ۸۵۷۹ یتیم ماشومان په دارالایتامونو کې موجود دي او د هېواد په کچه ۲۴ امارتي دارالایتامونه دي، د دې ترڅنګ تر ۳۰ پورې خصوصي دارالایتامونه هم شته.»

په غونده کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د قوای بشري عمومي رییس مولوي حسین‌احمد مدني وویل، تېر کال یې داخلي وګړو ته ۲۶ زره ۹۹۱ د کار جوازونه وېشلي او له درکه یې پنځه میلیونه ۷۳۲ زره افغانۍ عواید ترلاسه او دغه راز بهرنیو وګړو ته یې ۱۸۴۷ د کار جوازونه وېشلي او له درکه یې ۳۲ میلیون او ۷۶۴ زره او ۲۸۰ افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د دغه ولایت د مسوولینو معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې د هېواد په کچه د کار بازار له اړتیاوو سره سم د فني او حرفوي زده‌کړو په دولتي مرکزونو کې لس زره ۲۰۰ او خصوصي موسسو کې ۳۰۰۰ کسانو ته زده‌کړې ورکړل شي.

سرچینې بهر ته د افغان کارګرانو لېږلو ته زمینه برابرول او په کابل کې تر دوه زره کسانو پورې له اعتیاده روغ شوو کسانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابرول د روان ۱۴۰۲ لمریز کال له مهمو پلانونو یاد کړل.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.