Language

کابل ښار کې د شرابو د تولید یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۲): د کابل امنیه قومانداني وايي، په کابل ښار کې يې د شرابو د تولید یوه کارخونه له منځه وړې او  ۴۰۰ لېتره شراب یې ترې ترلاسه کړي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ وایي، د شرابو د تولید یاده کارخونه د کابل ښار لسمې حوزې اړوند په «چهارقلعه» سیمه کې له منځه وړل شوې او ورسره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.

هغه زياتوي، له دې کارخونې شاوخوا ۴۰۰ لېتره شراب هم ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو شپږ ورځې مخکې هم د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې له مربوطاتو دوه کسان د شراب جوړولو او پلور په تور له یوې اندازې شرابو سره نیولي وو او د روانې زمري مياشتې په څلورمه یې هم د همدې حوزې په مربوطاتو کې د شرابو یوه کارخونه له منځه وړې وه او په تړاو یې دوه کسان نیولي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.