زرنج (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۲): د نیمروز ځيني اوسېدونکي په ځانګړي ډول ځوانان له بېکارۍ شکایت لري او په دغه ولایت کې د تولیدي فابریکو جوړولو غوښتنه کوي.
هغوی وایي چې په دغه ولایت کې د تولیدي کارخونو د کمښت له امله بېکاري ډېره شوې او د ورځې لسګونه ځوانان په قاچاقي ډول ایران او نورو ګاونډيو هېوادونو ته ځي.
د زرنج ښار یوه اوسېدونکي احمد واسع نورزي پژواک ته وویل چې درې ځلې د کار لپاره ایران ته تللی، خو له ۶ میاشتو وروسته بېرته راګرځول شوی دی.
هغه چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ مسوولیت پرغاړه لري وايي، هره ورځ د کار پیدا کولو په موخه ښار ته ځي، خو په اونۍ کې یوازې درې ورځې ورته کار پیدا کېږي.
هغه زیاته کړه: «هرات، کندهار او بدخشان کې صنعتي ښارګوټي شته، په هره کارخونه کې سلګونه ځوانان پر کار بوخت دي، خو له بدمرغه سوداګرو، پانګوالو او حکومتي چارواکو له پخوا د نیمروز د صنعتي کېدو برخه کې هیڅ کار نه دی کړی.»
هغه تمه لري چې سرپرست حکومت په دغه ولایت کې د لا ډېرو کارخونو جوړولو ته پاملرنه وکړي.
نوموړي وویل: «زموږ ولایت د افغانستان اقتصادي قطب دی؛ ځکه چې له دوو هېوادونو سره سوداګریزه پوله لري او د نیمروز عاید د لومړۍ درجې ولایتونو په کچه دي، باید دلته بېلابېلې کارخونې جوړې شي څو ځوانان له بېکارۍ خلاص شي.»
په ورته وخت کې په نیمروز کې یو بل ځوان شکیب سروري هم له بېکارۍ شکایت لري وایي: «په هره میاشت کې یوه یا دوه اونۍ کار کوم، بیا بېکاره کېږم، هیله لرم چې یوه ورځ په یوه کارخونه کې ثابت او دومداره معاش ولرم چې په خپل لګښت او عاید پوه شم.»
نوموړی له سوداګرو او پانګوالو غواړي چې په بهر کې د پانګونې پر ځای دې هېواد کې پانګونه وکړي څو له یوې خوا له بهره د بېکیفیته توکو د وارداتو مخه ونیول شي او بلخوا د دغه ولایت ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
هغه وویل: «نیمروز کې فابریکې نشته، سوداګري پیکه شوې سرحدونه یې سخت کړي، کرنه د له منځه تلو په حال کې ده، صنعت وده نه ده کړې، حیران یم چې له بېکارۍ چېرته لاړ شم، که ایران ته ځم هم بېرته راګرځول کېږم.»
په ورته مهال، په نیمروز کې د اقتصادي چاروپوه سخي شهبازي هم د بېکارۍ او د اقتصادي ستونزو د له منځه تلو په موخه د تولیدي کارخونو پر جوړولو ټينګار کوي.
د هغه په خبره، په نیمروز کې د پانګونې لپاره فرصتونه شته؛ ځکه چې نیمروز بندري موقعیت لري او ازادو اوبو سره د افغانستان نږدې نښلوونکې لاره ده خو دې برخې ته کافي پاملرنه نه ده شوې.
هغه زیاته کړه: «د پانګونې د جلب په موخه د تېر حکومت له خوا څه اقدامات وشول، له هغې ډلې کولی شو د صنعتي ښارګوټي لپاره د ځمکو ځانګړې کولو، د دلارام زرنج د سړک جوړولو، د زرنج بندر پراختیا، د ۶۰ متره سړک جوړولو، د نیمروز په ګمرک کې د زیربناوو پراختیا، د زرنج د هوایي ډګر جوړولو، د چابهار سوداګریز بندر پراختیا برخه کې له ایران او هند سره قراردادونو، افغان او غیر افغان سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکو ځانګړي کولو ته اشاره وکړو.»
هغه دغه راز وویل، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته ځیني سوداګر او پانګوال له هېواده ولاړل او خپلې پانګې یې له هېواد څخه واېستې.
د نیمروز د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتي پارکونو د سوداګرۍ چارو امر اسحاق جویا پژواک ته وویل، دغه ولایت کې ۲۷ کوچنۍ فابریکې شته چې د معدني اوبو، د برقي وسایلو، غوړیو، اکسیجن او یخ تولید برخو کې فعالیت لري.
هغه زیاته کړه چې په هره کارخونه کې له ۵ تر ۲۵ کسان پر کار بوخت دي چې دا اندازه د ځوانانو بېکارۍ ته په کتو ډېره کمه ده.
هغه د نیمروز نامناسبه هوا او د صنعتي پارکونو نشتوالی د تولیدي کارخونو د کمښت لامل بولي.
د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل مدیر نجیبالله خاشرودي وایي، دغه ولایت کې د کارخونو شمېر ډېر کم دی او په دې کارخونو کې د اوړو تولید، د بهداشتۍ توکو تولید لکه د شامپو، مایع ظرفشویي او اکسیجن کوچنۍ فابریکې شاملې دي.
د هغه په خبره، د زیربناوو لکه د برېښنا او ځمکې د نشتون ترڅنګ د دغه ولایت نامناسب اقلیم د دې لامل شوی چې دلته لږ پانګوال پانګونه وکړي.
هغه زیاته کړه: «د نیمروز هوا هر وخت خاورې او دوړې لري چې د دستګاوو خرابېدو لامل کېږي، پانګوالو چې دلته پانګونه کړې کار یې نتیجه نه ده ورکړې.»
نوموړی وایي: «سوداګرو لپاره اسانتیاوې نشته چې دلته کارخونې جوړې کړي، مثلاً په ایران کې د فابریکو لپاره لس کاله وړیا برېښنا ورکوي څو سوداګر په دې طریقه وهڅوي، انګېزه ورکول کېږي چې کارخونې جوړې کړي خو په افغانستان کې زموږ برېښنا وارداتي ده او پانګوالو ته قیمته تمامیږي.»
د سرچینې په خبره، اوسمهال دغه ولایت کې ۲۷ کوچنۍ فابریکې شته چې په هغو کې ۳۰۰ کسان کار کوي.
Views: 115
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن