Language

تسنیم خبري اژانس وايي، کابل کې یې یو فوټو خبریال نیول شوی

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۲): د ایران تسنیم خبري اژانس لیکلي، د دې رسنۍ یو فوټو خبریال محمدحسین ولایتي په کابل کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی، خو اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تسنیم خبري اژانس پر خپله ټوېټرپاڼه (اېکس) لیکلي، نوموړی لس ورځې مخکې په قانوني ډول د الوتکې له لارې افغانستان ته تللی و، لس ورځې په کابل کې و، خو تېره شنبه بېرته ایران ته د راګرځېدو پر مهال له هر ډول وضاحت پرته په کابل هوایي ډګر کې نیول شوی دی.

سرچینې لیکلي، سره له دې چې ‌پلټنه یې شوې، امنیتي ځواکونو هیڅ وضاحت نه دی ورکړی چې ولایتي یې په کوم دلیل نیولی دی.

یادې رسنۍ دا هم لیکلي، تمه لري د اسلامي امارت مسوولین پرته له ځنډه د محمدحسین ولایتي خوشي کولو لپاره اقدام وکړي.

د اسلامي امارت مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.