پارون (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): نورستان کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د کامدېش ولسوالۍ د یوه کلي ۱۳ کورونه چې یو تاریخي کور هم په کې شامل دی، سوځېدلي دي.
د نورستان د اطلاعات او فرهنګ رياست د فرهنګ او ګرځندوى امر جملالله هاشمي وايي چې دغه اورلګېدنه تېره ورځ درې بجې د کامدېش ولسوالۍ اړوند د منډهګل کلي کې رامنځته شوې وه.
د هغه په خبره، په یاد کلي کې هغه تاريخي کور چې نږدې درې سوه کاله مخینه يې درلوده او د لرګيو بېلابېل ډول ګلکارۍ درلودې هم سوځېدلى دى.
هاشمي وویل: «دغه کور د نورستان د پخوانيو هنرونو او تاريخي نښو ښکارندویي کوله چې له بده مرغه اوس په بشپړ ډول له منځه تللى او د دغه کور د چتونو هره پايه (ستن) د يوې غوا په قيمت جوړه شوې وه او د پخواني هنر بېلګه وه.»
د همدغه کلي اوسېدونکى رحمتالله وايي، دغه اور د برېښنا شارټۍ له امله لګېدلی و چې له امله یې ديارلس کورونه له ځينو سامانونو سره سوځېدلي او خلکو ته دروند مالي زيان اوښتی دی.
د مسوولینو په وینا، منډهګل د کامدېش ولسوالۍ اړوند د لنډي سيند پر غاړه پروت کلى دى چې له قوي برېښنا برخمن دى او ډېر کورونه يې ان تر چتونو پورې له لرګيو جوړ شوي دي.
Views: 131
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن