[restrict paid="true"]
لښکرګاه (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د هلمند ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د ۱۰۵ انصار حمایوي کنډک اړوند ۶۱ موټر ترمیم شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د هلمند امنیې قومندانۍ د ۱۰۵ انصار حمایوي کنډک ۶۱ هغه موټر ترمیم کړي چې مخکې له کاره لوېدلي وو.
نوموړي زیاته کړه، د هلمند امنیه قوماندان مولوي عبدالحکیم مبارک له یاد کنډکه د لیدنې پر مهال وویل، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته یې په خپلو امکاناتو تر دې مهاله ۶۱ بېلابېل نظامي موټر ترمیم کړي دي.
د هغه په وینا، د امکاناتو په برابرېدو سره به د ټولو قطعو یو شمېر هغه نظامي وسایط ترمیم کړي چې له کاره لوېدلي دي.
د ریاض په خبره، امنیه قوماندان د حمایوي کنډک د مسوولینو ستاینه وکړه چې په خپلو کمو امکاناتو یې نقلیه وسایطو ترمیم کړي دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP