محمودراقي (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د کاپیسا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د دغه ولایت د کوهستان په لومړۍ او دویمې حصې ولسوالیو کې د افغانستان معیشتي او ټولنیز ملاتړ پروګرام د ۹۸ پروژو د چارو له پیلېدو خبر ورکوي.
د کاپیسا د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مفتي سید ابرار محمدي وایي، د کرنيزو اوبو د کانالونو او د اوبو حوضونو پاکول او د کلیو سړکونو بیارغول او جغلاچول په دغو پروژو کې شامل دي چې د نړۍوال بانک په مالي مرسته د یونپس (UNOPS) موسسې له لوري د دغه ریاست او د ۹۳ ولسي شوراګانو په همغږۍ پلې کېږي.
د هغه په وینا، د یادو پروژو ټول لګښت ۱۴۰ میلیون او ۷۹ زره افغانۍ دی او د اتو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
د کاپیسا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست دغهراز زیاته کړه چې د یادو پروژو په پیلېدو سره به ۸۵۱۴ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
هغه څرګنده کړه، په یادو پروژو کې به یو زره او ۷۵ معلولو، معیوبو، بېسرپرست ښځو، یتیمو ماشومانو او هغه کسانو ته چې د فزیکي کار توان نه لري د ۵۹ پراختیایي شوراګانو له لوري هر یو وړ کس ته د لسو زرو افغانیو په ارزښت خوراکي توکي ویشل کېږي.
د کاپیسا د کوهستان لومړۍ حصې ولسوالۍ یو اوسېدونکی نجمالدین د دغو پروژو له پیلېدو هرکلی کوي او وایي، د یادو پروژو پیلېدل هم د دوی سیمې د ابادېدو او هم خلکو ته د کار برابرېدو لامل ګرځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP