خوستښار (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د خوست امنيه قومانداني وايي چې منسوبينو یې د تېرو دوو میاشتو په لړ کې لسګونه سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.
د خوست امنيې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدير مولوي محمدرسول وطنمل خبريالانو ته وويل چې په تېرو دوو مياشتو کې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو يو لړ کشفي او تصفيوي عمليات وشول.
هغه زیاته کړه چې د یادو عملياتو په ترڅ کې ۳۰ بېلابېل ډول وسلې، زرګونه د کلاشينکوف او پيکا مرمۍ، څلور د شپې دوربينونه او نور ګڼ تجهيزات نيول شوي دي.
د وطنمل په خبره چې له يادو وسلو او تجهيزاتو سره په تړاو ۲۲ کسان هم نيول شوي چې د دوسيو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د سرچینې په وینا چې په دې برخه کې د دوی هڅې جدي دي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې فساد او ناامنۍ ته لمن ووهي.
هغه دغه راز له خلکو هم وغوښتل چې د بيتالمال په راټولېدو کې د خپلو امنيتي ځواکونو ترڅنګ ودريږي او څوک پرې نه ږدي چې ناوړې کړنې ترسره کړي.
وطنمل له خلکو وغوښتل چې ناقانونه وسلې دې نه ګرځوي او د امنيت په ټينګښت کې دې له دوی سره همکاري وکړي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن