Language

هرات ښار کې د ۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه پل جوړېدو چارې پیل شوې

هرات (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): له تخت صفر څخه د هرات تر ګمرکه پورې د سړک پراخولو عملي چارو سره هم ‌مهاله، د دغه ولایت ښاروالۍ د ۸ میلیون افغانیو په لګښت د هرات ښار سه‌پلک سیمه کې د یوه نوي پل د جوړولو چارې پیل کړې.

د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي، د دغه پله د اساسي جوړېدو چارې به د یوه خصوصي شرکت له خوا په درېیو میاشتو کې بشپړې شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د دغه ولایت ښاروال مولوي راشد وویل، د سه‌پلک پل د ۳۵ مترو په اوږدوالي او شپږ مترو په سوروالي سره جوړيږي چې د دغه پله په جوړېدو سره د ګذرې ولسوالۍ د کلیو لارې، د شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو لارې سره نښلول کېږي.

ښاروالۍ د هرات ښار د کندهار دروازې د سه‌پلک سیمې له خلکو وغوښتل چې د دغه پله په ساتنه کې پاملرنه ولري او له ښاروالۍ سره د ښایسته او پاک ښار په لرلو کې همکار واوسي.

login or register a new account.

Related Topics