منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هرات ښار کې د ۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه پل جوړېدو چارې پیل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۱۸ کتنې

هرات (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): له تخت صفر څخه د هرات تر ګمرکه پورې د سړک پراخولو عملي چارو سره هم ‌مهاله، د دغه ولایت ښاروالۍ د ۸ میلیون افغانیو په لګښت د هرات ښار سه‌پلک سیمه کې د یوه نوي پل د جوړولو چارې پیل کړې.

د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي، د دغه پله د اساسي جوړېدو چارې به د یوه خصوصي شرکت له خوا په درېیو میاشتو کې بشپړې شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د دغه ولایت ښاروال مولوي راشد وویل، د سه‌پلک پل د ۳۵ مترو په اوږدوالي او شپږ مترو په سوروالي سره جوړيږي چې د دغه پله په جوړېدو سره د ګذرې ولسوالۍ د کلیو لارې، د شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو لارې سره نښلول کېږي.

ښاروالۍ د هرات ښار د کندهار دروازې د سه‌پلک سیمې له خلکو وغوښتل چې د دغه پله په ساتنه کې پاملرنه ولري او له ښاروالۍ سره د ښایسته او پاک ښار په لرلو کې همکار واوسي.

د سه پلک سیمې اوسېدونکي د ښاروالۍ له دغه اقدامه هرکلی کوي.

د سیمې یوه اوسېدونکي راحت شاه پژواک ته وویل، زرګونه کورنۍ چې سه پلک سیمه کې اوسېږي، د دغه پله په جوړېدو سره به د ارامۍ ساه واخلي؛ ځکه چې د هغه په خبره، کلونه مخکې د دې سیمې خلک د یادې لارې جوړېدو غوښتنه کړې وه، خو چا ورته پاملرنه ونه کړه.

د هرات ښاروالي وایي، روان کال کې ۵۰ لویې او ۵۰ کوچنۍ پروژې تر لاس لاندې لري چې په هغه کې د کانالونو جوړول، سړکونو جوړول، د ښار تنویر، پراختیا او د سړکونو قیرکول شامل دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه