ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برباد ژوند؛ د تېر حکومت معلول سرتېري، حمیدالله ته له جګړې پاتې میراث

23 Aug 2023 - 18:27
23 Aug 2023 - 18:27

تالقان (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): حمیدالله چې د تېر حکومت دفاع وزارت کې یې نږدې یوه لسیزه د افسر په توګه دنده ترسره کړې وايي، د هېواد په یوه ولایت کې یې د جګړې له امله د بدن ښایست له لاسه ورکړی او دواړه پښې یې قطع شوې دي.‎

هغه چې ۳۳ کلن او د بدخشان ولایت اصلي اوسېدونکی دی او له کلونو راهیسې په تخار ولایت کې ژوند کوي، وایی، په ۱۳۸۷ کال کې “د اقتصادي ستونزو له امله او وطن ته د خدمت په موخه” د تېر حکومت له امنیتي ځواکونو سره یوځای شو.

حمیدالله وايي: «له شاوخوا نهه کاله خدمت وروسته په ۱۳۹۶ کال کې کله چې د هلمند نادعلي ولسوالۍ د هغه وخت دولت مخالفو ځواکونو لاسته ورغله، د یوه ماموریت لپاره له کابله هلمند ته واستول شوم، د شپې نادعلي ولسوالۍ ته ورسېدو چې ناڅاپه مې پښې د سړک غاړې پر ماین برابرې شوې او پر دواړو پښو او یوه لاس ټپي شوم، په پایله کې مې دواړه پښې له لاسه ورکړي، دا هغه شېبه وه چې نور ژوند راته تیاره شوی و.»

هغه د خپل ځان د ټپي کېدو په اړه وویل، سخته شېبه وه چې د پرسونل ضد یا د سړک غاړې پر ماین برابر شو، په پایله کې یې په یوه معلول کس بدل شو او شاوخوا یوه‌نیمه میاشت بې‌هوښه و، اوس په پرې شوو پښو د کورنۍ لګښتونو پوره کول ورته تر ټولو دروند مسوولیت دی.

دغه معلول ځوان چې د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرستي ورپه غاړه ده واي، له اقتصادي ستونزو ځوریږي او په کرايي کور کې ژوند کوي.

په تخار کې د پژواک خبري اژانس خبریال محمدیاسین جویا چې له حمیدالله سره غږېدلی، وايي چې حمیدالله په کمزوري بدن او پرې شوو پښو په تالقان ښار کې پر سړک په ولچر کې سپور او خولې یې پر تندي له ورایه ښکارېدې، ببر وېښتان او موسکۍ څېره یې درلوده، خو د دغه موسکۍ څېرې تر شاه یې د ژوند دردونه پټ کړي وو، هغه درد او رنځ چې له جګړې په میراث ورپاتې دی.

د پژواک خبري اژانس خبریال له حمیدالله سره د مرکې جریان داسې بیانوي: «د پژواک خبري اژانس لپاره د یوې سوژې له بشپړولو وروسته په تالقان ښار کې پر یوه سړک روان وم چې ناڅاپه مې سترګې په داسې کس ولګېدې چې په ګڼه ګوڼه کې د سړک بلې غاړې ته اوښت، د سړک بلې غاړې ته اوښتل هم د ده لپاره اسانه کار نه و، کله یې چې خپل مسیر انتخاب کړ نو غږ مې پرې وکړ: کولای شم یوه شېبه درسره خبرې وکړم؟ هغه په موسکو شونډو وویل، هو شاه جان مهرباني (شاه جان د حمیدالله تکیه کلام و) فکر مې وکړ چې هغه ما پېژني؛ خو ما د لومړي ځل لپاره له هغه سره معرفي کېدم، ترې ومې پوښتل چې له څه وضعیت سره مخ دی، یوه شېبه یې ژور فکر وکړ او ویې ویل: جګړې رانه ځواني او ښکلی اندام اخیستی، همدا دی زما د ژوند وضعیت.»

حمیدالله همغه شېبه چمتو نه و چې د خپل ژوند وضعیت په اړه مرکه وکړي او د پژواک خبریال ته یې وویل: «اوس هوا ګرمه ده، اړیکه در سره نیسم او له نږدې درته کیسې لرم.»

د پژواک خبریال وايي: «حمیدالله څلور ورځې وروسته اړیکه راسره ونیوه چې مرکې ته چمتو دی، یو ځای د تالقان ښار په څو کیلومترۍ کې په شیخ‌اباد کې د دوی کور ته لاړو، د حمیدالله څلور کوچني او لوی اولادونه د خپل پلار راتګ ته په تمه وو، حمیدالله د نورو ورځو په شان یوازې نه و او زه ورسره وم، هغه په لومړي سر کې له خپلو ماشومانو وپوښتل چې نن ښوونځي ته تللي وو کنه، وروسته یې زه ورته معرفي کړم او ویې ویل کاکا مو راغلی، له ما سره مرکه کوي.»

هغه وايي: «له ټپي کېدو مې اووه کاله کېږي، هغه شېبې چې زما خوښي پکې نشته او هره دقیقه یې په سختۍ سره تېرېږي، په دې سربېره هم د تېر حکومت پر مهال په کال کې ۲۰۰زره افغانۍ راکول کېدې چې کولای مې شو د ژوند د ستونزو یوه برخه پرې حل کړم؛ خو په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته دغه شمېر له ۲۰۰زره څخه ۶۰ زره افغانیو ته راټیټ شوی دی چې هغه هم په وخت نه راکول کېږي او نه شم کولای د یوې شپږ کسیزې کورنۍ لګښتونه پوره کړم.»

د حمیدالله په خبره، اوس یې تر ټولو لویه هیله په هېواد کې د دوامداره سولې ټینګښت دی چې نور د جګړې له امله د هېچا د قرباني کېدو شاهد نه وي ځکه د ده ژوند جګړې برباد کړی دی.

د جګړې دغه قرباني که څه ‌هم کافي سواد نه لري، خو وايي چې بله هیله یې د څلورو اولادنو زده‎کړې دي، ټولنې ته د ګټورو کسانو په توګه د هغوی وړاندې کولو کې به خپلې هڅې ونه سپموي.

حمیدالله که څه ‌هم د مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستو وېشل عادلانه نه بولي، خو ټینګار کوي، هغه مرستې چې هېواد ته راځي؛ باید پر اړمنو او مستحقو کسانو ووېشل شي.

نوموړي له مرستندویه بنسټونو وغوښتل څو د ده په شان د اړمنو کسانو ملاتړ وکړي.

په ورته مهال، له دې مخکې د تخار د شهیدانو او معلولینو ریاست هم په دغه ولایت کې د معلولو کسانو د ستونزو هواري په موخه د هڅو خبر ورکړی و.

Views: 125

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version