Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

ایبک (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): د سمنګان حکومتي مسوولین وایي چې د سمنګان ـ بغلان پر لویه لار د یوه پاسو موټر چپه کېدو پېښه کې دوولسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سمنګان د ترافیکو مدیر قاري محمدنذیر سعید پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه ۱۲ بجې یو پاسو موټر چې له بغلانه سمنګان ته پر لاره و چپه شوی دی.

هغه وایي چې په دې پېښه کې د یوې کورنې دوه غړي مړه او لس نور ټپیان شوي دي.

خو د شهید ډاکټر اکرام‌الدین وکیل‌زاده ولایتي روغتون امر ډاکټر سید عثمان حمیدي پژواک ته وویل چې دغه روغتون ته له یادې پېښې څلور مړي او اته ټپيان ور وړل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.