ایبک (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): د سمنګان حکومتي مسوولین وایي چې د سمنګان ـ بغلان پر لویه لار د یوه پاسو موټر چپه کېدو پېښه کې دوولسو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د سمنګان د ترافیکو مدیر قاري محمدنذیر سعید پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه ۱۲ بجې یو پاسو موټر چې له بغلانه سمنګان ته پر لاره و چپه شوی دی.
هغه وایي چې په دې پېښه کې د یوې کورنې دوه غړي مړه او لس نور ټپیان شوي دي.
خو د شهید ډاکټر اکرامالدین وکیلزاده ولایتي روغتون امر ډاکټر سید عثمان حمیدي پژواک ته وویل چې دغه روغتون ته له یادې پېښې څلور مړي او اته ټپيان ور وړل شوي دي.
د هغه په خبره، په مړو کې دوه ښځې او یو ماشوم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم په دې لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










