ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز شېرخان بندر کې د باروړونکو موټرو لپاره ترمینل جوړ شو

د کندوز شېرخان بندر کې د باروړونکو موټرو لپاره ترمینل جوړ شو

author avatar
24 Aug 2023 - 18:09
د کندوز شېرخان بندر کې د باروړونکو موټرو لپاره ترمینل جوړ شو
author avatar
24 Aug 2023 - 18:09

کندوز (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): د کندوز شېرخان بندر د ترانسپورټ مسوولین وايي چې په دغه بندر کې د باروړونکو موټرو لپاره د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت ترمینل جوړ شو.

د شېرخان بندر د ترانسپورټ مدیر محمدسالم پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېر کې د ترمینل نشتوالي له امله د باروړونکو موټرو چلوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو او ډېری وخت به یې خپل موټر پر سړکونو پارک کول چې دغه کار د ستونزو او ترافیکي ګڼې ګوڼې لامل کېده.

هغه وویل: «مخکې ډېرې ستونزې وې، موټرچلوونکو ته هیڅ اسانتیاوې نه وې، مخکې یې د تصدۍ په یوه میدان کې تېرول، هلته یې ستونزې ډېرې وې، اوس مو د هغوی د اوسېدو ځای برابر کړ او موټرچلوونکي واقعاً خوښ دي او ستونزې یې حل شوې دي.»

هغه زیاتوي چې دغه ترمینل پر ۲۰ جریب ځمکه جوړ شوی، په ټوله کې ۱۱ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او د ۹۰۰ موټرو ځایولو وړتیا لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.