منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندوز شېرخان بندر کې د باروړونکو موټرو لپاره ترمینل جوړ شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۷۸ کتنې

کندوز (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): د کندوز شېرخان بندر د ترانسپورټ مسوولین وايي چې په دغه بندر کې د باروړونکو موټرو لپاره د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت ترمینل جوړ شو.

د شېرخان بندر د ترانسپورټ مدیر محمدسالم پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېر کې د ترمینل نشتوالي له امله د باروړونکو موټرو چلوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو او ډېری وخت به یې خپل موټر پر سړکونو پارک کول چې دغه کار د ستونزو او ترافیکي ګڼې ګوڼې لامل کېده.

هغه وویل: «مخکې ډېرې ستونزې وې، موټرچلوونکو ته هیڅ اسانتیاوې نه وې، مخکې یې د تصدۍ په یوه میدان کې تېرول، هلته یې ستونزې ډېرې وې، اوس مو د هغوی د اوسېدو ځای برابر کړ او موټرچلوونکي واقعاً خوښ دي او ستونزې یې حل شوې دي.»

هغه زیاتوي چې دغه ترمینل پر ۲۰ جریب ځمکه جوړ شوی، په ټوله کې ۱۱ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او د ۹۰۰ موټرو ځایولو وړتیا لري.

په ورته وخت کې د شېرخان بندر ـ ننګرهار لارې یو موټرچلوونکی دادګل چې ټېلري موټر لري وایي: «اوس ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې، هر موټر په خپل نوبت ځي او له دغه اقدامه خوښ یو.»

یو بل موټرچلوونکی جان اکبر وایي: «الحمدلله د دغه ترمینل په جوړېدو سره زموږ ستونزې حل شوې، جومات شته، زموږ موټر خوندي دي، موږ خپل موټر دلته پرېږدو او کورونو ته ځو، هيڅ خطر نشته.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ټېلري موټرو درېدو لپاره مناسب ځای د نشتوالي له امله موټر چلوونکي له جدي ستونزو سره مخ وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد