ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراهي: د هغو رسنیو بشپړ ملاتړ کوو چې نشرات یې پر حقایقو ولاړ وي

فراهي: د هغو رسنیو بشپړ ملاتړ کوو چې نشرات یې پر حقایقو ولاړ وي

author avatar
24 Aug 2023 - 16:17
فراهي: د هغو رسنیو بشپړ ملاتړ کوو چې نشرات یې پر حقایقو ولاړ وي
author avatar
24 Aug 2023 - 16:17

جلال‌اباد (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي چارو مرستیال مهاجر فراهي وايي، اسلامي امارت د هغو رسنیو بشپړ ملاتړ کوي چې پر حقايقو ولاړې خپرونې کوي.

حيات‌الله مهاجر فراهي دغه څرګندونې نن (د وږي ۲مه) جلال‌اباد ښار کې د هوسا ولس او مسوول نظام په نوم جوړي شوې ولسي غونډي ته وکړې.

په یاده غونډه کې د ننګرهار د بېلابېلو قشرونو استازو، قومي مخورو او ځوانانو د خپلو سيمو ستونزې او غوښتنې شريکې کړې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو مرستیال حيات‌الله مهاجر فراهي وويل، اسلامي امارت د اصولو په رڼا کې د ژورنالېزم ملاتړی دی او په هېواد کې د سلګونو رسنيو فعاليت ته اجازه ورکول، د بيان ازادۍ ته د امارت ژمنتيا څرګندوي.

نوموړي زياته کړه، اسلامي امارت د هغو رسنيو بشپړ ملاتړ کوي چې نشرات یې پر حقایقو ولاړ وي او دغه راز د ستونزو د حل په برخه کې يې ورسره هر راز مرستې کړې او لا هم دې برخې ته ژمن دي.

بلخوا د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معين لطف‌الله خيرخواه په دې غونډه کې وويل، له هېواده د کادرونو د تېښتې مسئله څېړل کېږي او د مخنيوي لپاره يې د لوړو زده‌کړو وزارت هڅې روانې دي.

هغه وويل: «د هېواد د لوړو زده‌کړو په تاریخ کې د لومړي لپاره په ډېرو برخو کې کارونه او پرمختګونه روان دي؛ که د الله جل جلاله رضا وه، د خویندو د زده‌کړو په برخه کې به یوه مناسبه لاره ورته پیدا شي.»

غونډه کې د ننګرهار والي ملا محمدنعيم اخند ولس ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل لپاره يې هلې ځلې ګړندۍ کړې او ټولې هغه ستونزې به حل کړي چې د ننګرهار خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.

هغه زياته کړه: «د کابل – جلال‌اباد دویم لاین سړک رغونې چارو په اړه له لوړرتبه چارواکو سره په لوړه کچه خبره شوې او ډاډ درکوم چې ژر به یې د جوړولو چارې پیل شي.»

دغه راز د ننګرهار ‎مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري هم ډاډ ورکړ چې د امکاناتو په حدودو کې به د دغه ولايت د بېلابېلو قشرونو ستونزو ته رسېدنه وشي.

هغه وايي، دا ډول غونډې د ولس او نظام ترمنځ واټن راکموي او د اطلاعاتو او کلتور له وزارته يې مننه وکړه چې په داسې يوه ولسي غونډه کې يې د ولس د ستونزو اورېدو زمينه برابره کړې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس قاري نورمحمد حنيف وويل چې ننګرهار د علم او ادب زانګو او ټاټوبی دی او نن هم د اسلامي نظام د ملاتړ په موخه دغه غونډه جوړه شوې او باید د اوسني اسلامي نظام ملاتړ وشي.

په غونډه کې پر مسوولينو سربېره د ننګرهار د بېلابېلو قشرونو استازو، قومي مخورو، ځوانانو او ديني عالمانو هم خبرې وکړې او خپلې غوښتنې يې شریکې کړې.

د جلال‌اباد ښار د ګذر وکيلانو او مخورو په مشرۍ حاجي شېرمحمد وويل، له اسلامي او شرعي اصولو سره سم د خویندو لپاره د زده‌کړو غوښتنه کوي او په دې برخه کې یې له راغلي پلاوي د همکارۍ غوښتنه يې وکړه.

دغه راز د ځوانانو په استازۍ محمدکريم ناصري وويل، ځوان کادرونه له هېواده د تېښتې په حال کې دي، لسګونه زره ځوانان کډوال شوي، نظام بايد دغو ځوانانو ته دلته د کار زمينه برابره کړي او د هغوی له انرژي ګټه پورته کړي.

مسوولين وايي، له دې غونډې يې موخه د ننګرهار د خلکو ستونزې اورېدل او د حل په موخه یې له اړوندو ادارو سره شريکول دي.

Views: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.