ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې پنځه قلمه تاریخي اثار کشف شوي

پروان کې پنځه قلمه تاریخي اثار کشف شوي

author avatar
24 Aug 2023 - 18:00
پروان کې پنځه قلمه تاریخي اثار کشف شوي
author avatar
24 Aug 2023 - 18:00

چاریکار (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): د پروان سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت ‎امنیتي ځواکونو پنځه قلمه تاریخي اثار کشف او د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم ته سپارلي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الرحمن صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد لرغوني اثار د انګرېزانو له لومړۍ جګړې پاتې وو.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، په دغو اثارو کې یو د ټانګ دوربین، دوه میله ښکاري ټوپک او دوې تفنګچې شاملې دي چې په سیاګرد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او د پران ملي موزیم ته سپال شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست غړي نوراغا سیدزاده پژواک ته وویل چې دم‌ګړۍ په دغه موزیم کې د بودایانو او انګلیس له لومړۍ جګړې راهیسې تر ۱۴۰ قلمه ډېر تاریخي اثار شته چې د ځينو مخینه ان تر ۱۸۰۰ کلونو رسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.