چاریکار (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۲): د پروان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت امنیتي ځواکونو پنځه قلمه تاریخي اثار کشف او د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم ته سپارلي دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمسالرحمن صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد لرغوني اثار د انګرېزانو له لومړۍ جګړې پاتې وو.
د هغه د معلوماتو پر بنسټ، په دغو اثارو کې یو د ټانګ دوربین، دوه میله ښکاري ټوپک او دوې تفنګچې شاملې دي چې په سیاګرد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او د پران ملي موزیم ته سپال شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست غړي نوراغا سیدزاده پژواک ته وویل چې دمګړۍ په دغه موزیم کې د بودایانو او انګلیس له لومړۍ جګړې راهیسې تر ۱۴۰ قلمه ډېر تاریخي اثار شته چې د ځينو مخینه ان تر ۱۸۰۰ کلونو رسېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن