[restrict paid=”true”]
چاریکار (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۲): د پروان امنیه قوماندانۍ وايي چې د دغه ولایت په جبلالسراج ولسوالۍ کې یو ۱۸ کلن ځوان د ناپېژانده کسانو له لوري وژل شوی دی.
د پروان امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پېښه د دغه ولایت د جبلالسراج ولسوالۍ په میدانمناره سیمه کې شوې ده.
سرچینې لیکلي، دغه ځوان عاشقالله نومېده او د میدانمناره سیمې اوسېدونکی و.
سرچینه کاږي، عاشقالله تېره شپه ۹:۰۰ بجې د کرنیزې ځمکې اوبه کولو لپاره له کوره وتلی و چې د ناپېژانده کسانو له لوري د کلاشینکوف په ډزو وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ځوان مړی عدلي طب ته لېږدول شوی او په دې اړه پلټنې روانې دي.
[/restrict]
Views: 94
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن