ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ګاز او غوړیو بیې ټیټې شوې دي

کابل کې د ګاز او غوړیو بیې ټیټې شوې دي

author avatar
26 Aug 2023 - 16:45
کابل کې د ګاز او غوړیو بیې ټیټې شوې دي
author avatar
26 Aug 2023 - 16:45

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۲): د تېرو اوو ورځو مخکې په نسبت نن کابل ښار کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټيټېدو ترڅنګ د مالیزیايي غوړیو او اوبلن ګاز بیې ټیټې شوې خو د پټرول تېلو بیه بیا لوړه شوې ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي‌حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن (وږي ۴مه) د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۳.۱۰ افغانۍ ده او رز پاکستانۍ کلدارې په ۲۷۰ افغانیو بدلیږي.

دا په داسې حال ‌کې ده چې د تېرې زمري میاشتې په ۲۹مه د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۴ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۸۰ افغانۍ تبادله کېدې.

هغه وايي چې د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر ارزښت ټیټېدو لامل د مرکزي بانک له لوري په بازار کې د ډالرو لیلامول دي.

د پټرول تېلو بیه لوړه شوې

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل چې د تېرې شنبې په‌ پرتله نن د یو لېټر پټرولو بیه له ۷۱ نه ۷۳ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه د تېلو بیې لوړېدو په‌تړاو وايي، په دې وروستیو ورځو کې ‎هېواد ته زیاته اندازه بې‌کیفیته وارد شوي تېل بېرته اړوندو هېوادونو ته ورګرځول شوي چې له امله یې تېلو ته تقاضا لوړه شوې او همدایې د بیې لوړېدو لامل دی.

خو هغه وویل چې نن هم لکه تېره شنبې یو لېټر ډیزل په ۶۵ افغانیو پلوري.

د اوبلن ګاز بیه ټيټه شوې ده.

د کابل ښار کلوله‌پشته کې ګاز پلورونکي محمدشریف وویل، د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۵۶ نه ۵۴ افغانیو ته رالوېدلې ده.

ده زیاته کړه چې د ګازو د وارداتو زیاتوالي او د تقاضا کموالي له امله د هغه بیه کې هم کموالی راغلی دی.

د مالیزیايي غوړو بیه هم رالوېدلې ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، د تېرو اوو ورځو په نسبت نن په عمده ډول د ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړو د پېر بیه له ۱۷۰۰ نه ۱۶۵۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

د هغه په خبره، د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت ټیټوالي له امله کابل ښار کې د غوړو بیه کې کموالی راغلی دی.

خو نوموړي وویل چې نن هم لکه تېره شنبې، په عمده ډول د‎ ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۶۰۰ ‎ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۵۵۰ افغانۍ، ۲۴،۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستاني وریجې په ۳۰۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایی تور چاری په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام شین اندونیزیایی چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل‌ کېږي.

د یو شمېر توکو پرچو بیه د هغه له عمده بیو په ځینو مواردو کې لږ خو په ځينو مواردو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‎زاده وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۶۵۰افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستاني وریجو بیه ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۴۰۰ افغانۍ، او یو کیلوګرام افرقایی تور چای په ۴۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سروزرو بیې کې بدلون نه دی راغلی.

د کابل پر تیموشاهي جاده د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرې شنبې پر نسبت نن یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۴۳۵۰ افغانۍ او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر په ۳۴۰۰ افغانیو پلوري.

Views: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.