Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان نن له پاکستان سره د کرکټ روانو سیالیو درېیمه او وروستۍ لوبه کوي

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن له پاکستان سره خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کوي.

دغه لوبې د افغانستان په کوربه‌توب په سریلانکا کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «افغان اتلان نن ماسپښین دوه بجې د پاکستان پر وړاندې د سوپرکولا جام په درېیمه نړۍواله يو ورځنۍ لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.»

دغه راز پاکستان له افغانستانه لومړۍ دوه لوبې چې د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې ترسره شوې ګټلې دي.

د يادونې ده چې نننۍ لوبه د سریلانکا په کولمبو ښار کې ترسره کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.