ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ازبکستان یو لوړپوړی سوداګریز پلاوی کابل ته راغی

د ازبکستان یو لوړپوړی سوداګریز پلاوی کابل ته راغی

author avatar
26 Aug 2023 - 16:50
د ازبکستان یو لوړپوړی سوداګریز پلاوی کابل ته راغی
author avatar
26 Aug 2023 - 16:50

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت د لومړي مرستیال ناظم‌جان خالمرادوف په مشرۍ کابل ته د دغه هېواد د ۳۰ کسیز سوداګریز پلاوي له را رسېدو خبر ورکوي.

دغه وزارت نن ‌شنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت د لومړي مرستیال ناظم‌جان خالمروادف په مشرۍ د دغه هېواد یو ۳۰ کسیز پلاوی کابل ته رسېدلی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د یاد پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا، ټکنالوجۍ، خوراکي توکو، نفتو او محصولاتو برخو کې د سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او پانګونې پیاوړتیا ده او دواړه لوري به پر تخنیکي بڼه خبرې وکړي.

دغه‌راز اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت‌الله جمال کابل ته د دغه پلاوي د راتلو هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان اسلامي امارت د پانګونې او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا برخو کې له ازبکستاني لوري سره هر ډول همکارۍ ته چمتوالی لری.

Views: 60

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.