Language

بغلان کې سلګونه معلولين د کم معلولیت له امله د مياشتني حقوقو له لېسته ايستل شوي

پلخمري (پژواک، ٤ وږی ۱۴۰۲): د بغلان د شهيدانو او معلولینو چارو رياست وايي چې د نوې طرحې له مخې يو شمېر هغه معلولين یې د مياشتني حقوقو له لېسته ايستلي چې مستحق نه وو.

خو بل لور ته معلولين بيا د حکومت له لوري د مياشتني حقوقو پر ورکولو ټينګار کوي.

د بغلان د شهیدانو او معلولينو چارو ريیس قاري عبدالحکیم پژواک خبري اژانس ته وويل، د نوې طرحې او د اسلامي امارت پالیسۍ له مخې، يو شمېر معلولين د مياشتني حقوقو له لېسته ايستل شوي دي.

هغه وايي چې پخواني حکومت داسې يو شمېر کسانو ته د معلوليت کارتونه ورکړي چې مستحق نه دي.

login or register a new account.