نیلي (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۲): د دایکنډي امنیتي مسوولین وايي چې تېره ورځ د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ په لزیر سیند کې دوه ځوانان د لامبو وهلو پرمهال ډوب او مړه شوي دي.
د دایکنډي امنیې قوماندانۍ ویاند غلامعلي جاوېد وايي، دغه ځوانان ۱۷ او ۱۸ کلن او د شهرستان ولسوالۍ د «سفیدنیل برلان صدخانه» کلي اوسېدونکي وو.
هغه زیاته کړه چې د یادو ځوانانو جسدونه د سیمه خلکو په مرسته له اوبو را ایستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې څو نور کسان هم په لزیر سیند کې د لامبو وهلو پرمهال ډوب شوي دي.
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن